IQNA

په دوحې کې د حماس د دفتر بندول دروغ  دي

15:03 - November 10, 2024
د خبر لمبر: 3490136
ایکنا – د فلسطین د حماس غورځنګ یوه لوړپوړي  مسئول په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د قطر په دوحې کې  د حماس ددفتر  له تړل کیدا او دهغود د مشرانو له ویستلو سره د قطر د حکومت  له پخلا کیدا سره  اړونده خبرونه  دروغ دي او حقیقت نه لری.

ایکنانیوز د المیادین له قوله راپور راکړی ،د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس یوه لوړپوړی مشر حمود مرداوي  په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی دی ،په قطر کې د حماس غورځنګ ددفتر  د تړل کیدا   په باب خپرۀ شوي خبرونه او راپورونه ناسم او یوه جنګي پروپیګنډه ده.
 هغه په دوام کې  ووئيل، مونږ  دقتل عام، کډوالیدا او د فلسطین دمظلومو او بې څوکه خلکو د لوږې دختمولو لپاره لپاره خپلې ټوله هڅې کاروو، البته دا صهیونیسټي دښمن  ؤ چې د جولائي ددوهمې نیټې د موافقې  له  منلو ډډه کړې ده .
مرداوي دغه راز  ووئيل،هغه موافقه د جنګ د پاي لپاره یو فرصت ؤ او د جنګ جګړو له امله  ئې ټول چیلنجونه او ترینګلتیاوې حل کولې او د صهیونیستي رژيم د جنګ  وزیر  یوآو ګالانټ څنګةکیدا او د هغه څرګندونې، د مونږ د خبرو پر سمووالي ددښمن ګواهي اوشهادت  ؤ.
داپه داسې حال کې دي چې د قطر دوحې حکومت د اور بند لپاره د مینځکړیتوب په موضوع کې ددغه هیواد له شاتګ سره اړونده خبرونو خلاف ورزي کړې او وئيلي ئې دي، چې په دې اړه هڅې موافقې ته په رسیدا کې ددواړو لورو ترجدی کیدا بورې ځنډول شوي دي.
د قطر د خارجه وزارت ویندوي ماجد النصاري په دې باب وئيلي دي، په غزې تړانګې کې د اور بند لپاره له مینځګړیتوب څخه د قطر د حکومت د شاتګ په باب اړونده راپورونه  دقیق نه دي.
https://iqna.ir/fa/news/4247357/  

captcha